JavaScript is required

د ماشتوب لومړنۍ دورې د زده کړو مسلکي یا کاري ژوند پیلولو فرصتونه (Career Opportunities in Early Childhood Education) - پښتو (Pashto)

د ماشومتوب دورې د لومړنیو زده کړو نویو ښوونکو او مربیانو لپاره د مسلکي پراختیا/کار فرصتونه

د ویکټوریا ایالت د بدلون رامنځته کولو په پار هوډ کړی چې د ویکټوریا ټولو کورنیو لپاره بهتره نتیجې راوباسي، چې په دې کې هغه کورنۍ هم شاملې دي چې کلتور/کلچر له پلوه توپیر لري، په نورو ژبو خبرې کوي.

د ماشتوب لومړنیو/ابتدائي زده کړو کې د لا ډیرې پراختیا په موخه د غوره پیل، غوره ژوند اصلاحات به د خپلې ژمنې سره سم خپله وعده پوره او له ۳۷۰ میلونو زیاته پانګوونه وکړي.

د کاري ځواک برخه کې یو شمیر نوښتونه طرحه شوي چې له مخه به ېې د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو لپاره د ټول ایالت په کچه ۱۱۰۰۰ نور اضافي ښوونکي راجذب او پیاوړي شي.

د بیلا بیلو کلتورونو په شرایطو وړو هغه نوماندانو لپاره، مالي او غیر مالي مرستې شته چې هڅه کوي د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو کې یو کاري/مسلکي ژوند پيل کړي.

دا چې څرنګه کولائ شئ د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو د برخې ښوونکی او مربي شئ لاندیني مالومات درسره وګورئ.

د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو کې مسلکي/کاري ژوند ته پراختیا ورکول.

د ځینو هغه علاقمندو خلکو لپاره د درس زده کولو او مالي مرستو یو څو لارې شته چې د ماشتوب دورې لومړنیو زده کړو د څانګې ښوونکی یا مربي کیدل غواړي. د لا نورو مالوماتو لپاره، مراجعه وکړئ: د ماشومتوب دورې لومړنیو زده کړو کې د زده کړو او کار کولو لپاره مالي مرسته| vic.gov.au.

د ماشومتوب لومړنیو زده کړو څانګه کې مسلکي لاره نیولو او دغه برخه کې زده کړو لپاره مالي مرستو لپاره مراجعه وکړې، د ماشومتوب لومړنۍ دورې ښوونکی یا مربي کیدلو دنده پیل کړه.

ګمارنه/کار کول

د ماشومتوب ابتدایي دورې زده کړو کې کار موندنه/ ګمارنه د انفرادي خدمتونود مدیرانو او د وړکتون د پروګرامونو د چمتوکونکو له خوا اداره کیږي.

مراجعه وکړئ، د ماشومتوب لومړنیو زده کړوویب پاڼی ته، تر څو په دغه سکټور کې د بوختو کسانو قضيې مطالعه او وپلټۍ چې کوم کارونه یا دندې شتون لري.

د ماشومتوب لومړنۍ دورې د زده کړو هغو کورسونو لپاره چې لا اضافي مرسته رسولای شي، د ماشومتوب لومړنۍ دورې زده کړو د شراکت دریمې کچې پروګرامونو ته، مراجعه وکړئ| vic.gov.au.

Updated