JavaScript is required
Relief and recovery support is available for people impacted by the January 2026 Victorian bushfires.
Visit Emergency Recovery Victoria

څنګه او کله نوم لیکنه وکړو (How and when to enrol) - پښتو (Pashto)

د نوم لیکنې د پروسې په اړه له خپلې سیمه ایزې ښاروالۍ یا وړکتون سره خبرې وکړئ. تاسو کولای شئ د درې کلنو وړکتون د پوښتنو ټیلیفوني کرښې ته په 663 338 1800 شمېره زنګ ووهئ یا 3YO.kindergarten@education.vic.gov.au ته بریښنالیک واستوئ. د ژباړونکي یا خپلې ژبې د مرستې لپاره، لومړی د ۴۵۰ ۱۳۱ شمیرې ته زنګ ووهه.

ژر/وختي پیلیدونکی وړکتون (ESK)

د پناه غوښتونکو یا کډوالو ډلو ماشومان کولای شي د ژر/وختي پیلیدونکي وړکتون له لارې وړکتون ته د لاسرسي لومړیتوب ترلاسه کړي او اضافي مرستو ته لاره پیدا کړي. د نوم لیکنې پر مهال تاسو کولای شئ د ژر پیلیدونکي وړکتون په اړه له خپل سیمه ایزو خدمتونو نه پوښتنه وکړئ، یا د نورو مالوماتو لپاره ژر پیل کیدونکی وړکتون ته مراجعه وکړئ.

کله نوم لیکنه وکړو

په ویکتوریا کې، تاسو کولای شئ ماشومان په وړکتون کې په ۳ کلنۍ کې شامل کړئ. که تاسو غواړئ پوه شئ چې ماشوم مو د درې کلنو او څلور کلنو وړکتون یا د ښونځي د لومړي ټولګي د امادګۍ دوره په کوم کال کې پیلولای شي نو د ماشوم د زیږیدنې نيټه د عمر معلومولو ماشین کې دننه کولای شې.

که د جنورۍ ۱ او اپریل ۳۰ نیټې تر مینځ مو ماشوم زیږیدلی وي تاسو انتخابولای شئ چې ماشوم مو له کوم کال نه د درې کلنو وړکتون پيل کړي. په هغه کال مو چې ماشوم درې کلن شو یا څلور کلن کولای شي په همغه کال د درې کلنو ماشومانو وړکتون پیل کړي. که ماشوم مو په درې کلنۍ کې د درې کلنو وړکتون پیل کړي نو دوی به بیا په ۵ کلنۍ کې خپل ښونځی پیلوي. که ماشوم مو په څلور کلنۍ کې د درې کلنو وړکتون ته واستوو بیا به هغوی په ۶ کلنۍ کې خپل ښونځی پیلوي.

د وړکتون یو پروګرام پیدا کړئ

که غواړئ هغو خدمتونو یا دفترونو ته لاسرسی پیدا کړئ چې تایید شویو وړکتونونو پروګرامونه لري، نو د وړکتون یو پروګرام پیدا کولو ویب پاڼی ته مراجعه وکړئ. ستاسوسیمه ایزې ښاروالي او د وړکتون خدمتونه هم کولای شي ستاسو سره په وړکتون کې د ځای موندلو لپاره مرسته وکړي.

په وړکتون باندې د تایید نښه یا علامه ولټوه

په وړکتون د تایید علامه یا نښه د ویکتوریا له کورنیو سره مرسته کوي چې د خپلو ماشومانو لپاره د وړکتون یو منل شوی پروګرام پیدا کړي.

د خپل سیمه ایزوړکتون خدمت کې د وړکتون ټیک لوګو، په خدمتونویا مرکزي ودانۍ یا میدانونو، یا د دوی په ویب پاڼه یا د دوی په معلوماتي موادوکې وګورئ.

Updated