وړکتون څنګه کار کوي (How kinder works) - پښتو (Pashto)

Kinder، چې د "وړکتون" یا "د ماشومتوب لومړنۍ زده کړې" په نوم هم یادیږي، ستاسو د ماشوم د ودې او زده کړې یوه مهمه برخه ده. په 3 کلنۍ کې د یو با کیفیته وړکتون پروګرام پیلول کولی شي د ماشومانو د مهارتونو په وده کې مرسته وکړي، ترڅو هغوی په ژوند او ښوونځي کې ښه پرمختګ وکړي.

تاسو کولای شئ د خپل ماشوم د زېږېدنې نیټه د عمرد پیل په محاسبه کې دننه کړئ ترڅو معلومه کړئ چې دوی په کوم کال کې درې او څلور کلن وړکتون پیل کولای شي.

د چمتووالی ټولګي څخه مخکنی ټولګی (Pre-Prep) څه شی دی؟

له ۲۰۲۵ کال څخه، د څلور کلنو وړکتون، د چمتووالي ټولګي څخه په مخکني ټولګي بدل شوئ.

له ۲۰۲۶ کال راهیسې، هره اونۍ له ۱۶ څخه تر ۲۵ ساعتونو پورې د Pre-Prep ساعتونه د هغو ماشومانو لپاره شته چې:

  • د مهاجر یا پناه غوښتونکي له کلتور څخه دي
  • د اصلي بومي او/یا توریس سټریټ ټاپو په توګه پیژندل کیږي
  • چې کورنۍ یې د ماشومانو د خوندیتوپ ادارې سره اړیکه نیولې وي.

Pre-Prep به د لوبې پر بنسټ دوام وکړي او د کوچنیو ماشومانو د مسلکي ښوونکو لخوا به پرمخ بیول کیږي.

اضافي ساعتونه ماشومانو ته ډېر وخت ورکوي چې د لوبو له لارې زده کړه وکړي او خپل مهارتونه او باور ته وده ور کړي.

Pre-Prep د ځانګړو (نصابي) وړکتونونو او دورځنۍ پاملرنې داوږدمهاله مرکزونو له خوا پر مخ وړل کیږي.

Pre-Prep، د څلور کلنو وړکتون او درې کلنو وړکتون د وړیا وړکتون برخه دي. د وړیا وړکتون (Free Kinder) په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د وړکتون ساعتونه

تمویل شوي درې‌کلن وړکتوني پروګرامونه په اوونۍ کې له 5 څخه تر 15ساعتونو پورې د لاسرسي وړ دي. د تمویل شویو څلور کلنو ماشومانو لپاره د وړکتون پروګرامونه په اونۍ کې 15 ساعته وړاندې کېږي.

په ویکتوریا کې څلور کلن وړکتون Pre-Prep ته اوړي، چې ساعتونه یې په کراره کراره هره اونۍ له ۱۵ څخه ۳۰ ته پورته کیږي.

ثابتې پایلې

هغه ماشومان چې د وړکتون پروګرام ته ځي د مهارتونو په پراختیا پیل کوي لکه داچې څنګه شمېر وکړي اوحرفونه اونمرې وپیژني، اوڅنګه ستونزې حل کړي. ستاسوماشوم به په وړکتون کې په خپل ځان باوراوخپلواکي ترلاسه کړي، ټولنیزاواحساساتي مهارتونه به زده کړي. دوی به ټولنیز خاصیت ولري او نوي ملګري به پیدا کړي.

کله چې ستاسو ماشوم په دوامداره توګه وړکتون ته ځي، دوی د خپلو ملګرو او ښوونکو سره ژورې اړیکې تجربه کوي. د تړاو دا احساس ستاسو ماشوم سره مرسته کوي چې ارزښتناکه، خوندي او ډاډمن احساس وکړي ترڅو زده کړه وپلټي او خوند ترې واخلي.

د وړکتون وړاندوینې اوورځنۍ چارې داسې جوړښت رامنځ ته کوي، کوم چې ستاسو له ماشوم سره مرسته کوي چې په ډله کې د زده کړې په اړه ډېر ډاډمن احساس وکړي. د ماشومانو منظم ګډون کولای شي ستاسو ماشوم سره مرسته وکړي چې په اسانۍ سره ښوونځي ته تیار شي. دا ځکه، کوم ماشومان چې په دوامداره توګه وړکتون ته ځي، د ښوونځي له پیل وروسته یې د حاضرۍ د کچې د ساتلو احتمال ډېروي.

څېړنې ښيي چې په 16 کلنۍ کې، هغه زده‌ کوونکي چې له ښوونځي څخه وړاندې یې د 2 یا 3 کلونو لپاره د وړکتون پروګرام کې ګډون کړی و، د انګلیسي او ریاضي په ازموینو کې له هغو زده‌کوونکو څخه لوړې نمرې ترلاسه کړې وې چې ګډون یې نه و کړی.

والدین اود وړکتون ښوونکي څنګه یوځای کاروکړي

وړکتون د والدینو/څارونکو، کورنیو او ښوونکو ترمنځ په ګډه توګه غوره کار کوي. د موراو پلار/ پالونکي په توګه، تاسو د خپل ماشوم د پرمختګ تر ټولو مهمه برخه یاست. تاسو دوی ته له غلطۍ څخه د سموالي درس ورکوئ، ستاسو ژبه، کلتوراو ارزښتونه همدارنګه مهرباني او درناوی. ښوونکي به له تاسو سره، چې په وړکتون کې څه پیښیږي اوستاسو له ماشوم سره په کورکې د دوامداره زده کړو د لارو چارو په اړه خبرې وکړي. دوی غواړي ستاسود ماشوم د علاقې په اړه پوه شي او دا چې دوی څنګه زده کړه خوښوي.

تاسوکولای شئ د خپل وړکتون له ښوونکي څخه وغواړئ چې هروخت تاسو ته ژباړونکی ونیسي. دا کیدای شي چې مخامخ یا د ټیلیفون یا د ویډیو له لارې وي دې خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د کورنیو لپاره هیڅ لګښت نشته.

که تاسو غواړئ له خپل وړکتون سره په غوره ژبه خبرې وکړی، تاسو کولای شئ د والدینو او پالونکو لخوا د تلیفون له لارې د وړیا ژباړې خدمت وکاروئ. دا خدمت اوس مهال په 30 ژبو کې وړاندې کیږي.

تاسو به ترجمان ته د وړکتون نوم او د تلیفون شمیره ووایاست او ترجمان به تاسو ته ترهغه وخته ژباړه کوي ترڅو چې ستاسو کار پای ته ورسیږي. د والدینو او پالونکو لپاره په لارښود کې ورکړل شوي ګامونه تعقیب کړئ.

په وړکتون کې څه پیښیږي

ښوونکي ماشومان هڅوي چې د لوبې له لارې زده‌ کړه وکړي. په فعالیتونوکې کیدای شي انځورایستل، سندرې ویل، ختل، کیندل او په بهرکې منډې وهل، د لوبو په شیانو لوبې کول اود کتابونولوستل شامل وي. لوبې ماشومان هڅوي چې خپل تخیل وکاروي او کشفونه وکړي، کله چې له نورو سره د شریک کولو او بدلولو له لارې په نوبت سره همکاري کوي. ماشومان به د غږونو، لغتونواو ژبې په اړه زده کړه وکړي، په شمول ددې چې څنګه خبرې وکړي او په انګلیسي پوه شي.

وړکتون زموږ د ګڼې کلتوريزې ټولنې برخه ده

د وړکتون پروګرامونه د ټولو کلتورونو والدینو ته ښه راغلاست وايي چې د دوی د ټولنو برخه شي. دا یوداسې ځای دئ چیرې چې والدین کولای شي سره وګوري او کیسې شریکې کړي اویو له بل څخه یې زده کړي.

ښوونکي غواړي ستاسود ماشوم اوستاسود کلتور په اړه پوه شي. دا له دوی سره مرسته کوي، چې هغه پروګرامونه چمتوکړي کوم چې ستاسود ماشوم لپاره معنی ولري، د داسې فعالیتونو په ګډون چې کلتوري ورځې اوپیښې په ویکټوریا کې په بېلابېل ډول لمانځل کیږي.

ښوونکي هریو په فعالیتونوکې شاملوي، نوهغه ماشومان چې انګلیسي خبرې نه کوي د نورو په څیرد لوبې او زده کړې مساوي فرصت لري. د وړکتون ځینې پروګرامونه دوه ژبي ښوونکي لري څوک چې له هغوماشومانوسره مرسته کوي چې په انګلیسي لږ یا هیڅ خبرې نشي کولای. ماشومانو ته دا هم ښوول کیږي چې له نورو سره یوځای شي او نور ومني اوکلتوري توپیرونو ته یې درناوی وکړي.

د وړکتوني پروګرامونو ډولونه

ماشومان کولی شي د درې‌ کلنو ماشومانو د وړکتون پروګرام یا خو په اوږد مهاله ورځني پاملرنې مرکز (long day care – چې ورته "childcare" هم ویل کېږي) کې ګډون وکړي، یا په خپلواک وړکتوني خدمت (standalone kinder service – چې ورته "sessional" هم ویل کېږي) کې شامل شي. دغه خدمتونه معمولاً د څلور‌کلنو ماشومانو لپاره د وړکتون پروګرام هم وړاندې کوي.

د اوږدې ورځې د پاملرنې مرکز کولای شي د وړکتون د پروګرام په شمول، ټوله ورځ زده کړه او پاملرنه وړاندې کړي. د ښوونکي په مشرۍ د وړکتون پروګرام د زده کړې او پاملرنې له اضافي ساعتونو سره یوځای کیدای شي.

په یوازیني خدمت کې، د وړکتون یو پروګرام به یوازې په ځانګړو ورځو او ځانګړو وختونو کې کار وکړي. یوازې خدمت معمولا د ښوونځي په موده کې په کال کې د ۴۰ اونیو لپاره کار کوي او په ورته وخت کې د ښوونځیو رخصتي اخلي. دا ورځې او ساعتونه د وړکتون د خدمت لخوا ټاکل شوي.

Updated