ژر پیل کیدونکی وړکتون (Early Start Kindergarten) - پښتو (Pashto)

کیدی شي چې د ژرپیلیدونکي وړکتون (ESK)لپاره انتخاب شئ که تاسو د مهاجر یا پناه غوښتونکو ډلو څخه یاست. د ESK په مرسته دا یقیني کیدی شي تر څو ماشوم مو امکان تر حده هره اونۍ د وړکتون وړیا ساعتونه ترلاسته کړئ.

څنګه غوښتنلیک ورکولای شم

په ټولو وړکتونونو کې ESK شته او د یو وړ او ماهر ښوونکي له خوا تدریس کیږي. تاسو کولای شئ خپل نږدې وړکتون ته زنګ ووهئ د ماشوم نوم لیکنې تر څنګ د ژر پیلېدونکي وړکتون بسپنې غوښتنه وکړئ. د وړکتون خدمتونه کولای شي دژباړې وړیا خدمت ته لاسرسی پیداکړي ترڅو ستاسو په ژبه لیکلی معلومات چمتو کړي.

تاسو کولی شئ د مرستې لپاره د ښوونې او روزنې وزارت د درې کلن وړکتون د پوښتنو ټیلیفوني کرښې ته په 663 338 1800 شمېره زنګ ووهئ یا د خپلې محلي ښاروالي سره هم اړیکه ونیسئ. په خپله ژبه کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره تاسو کولای شئ د ژباړو د ملي خدمتونو شمېرې ته په 131 450 زنګ ووهئ، له ژباړونکي څخه وغواړئ چې ستاسوسیمه ایزې ښاروالۍ یا د ښوونې او روزنې څانګې ته زنګ ووهي، او ژباړونکی به د ژباړنې لپاره د ټیلیفون پر کرښه منتظر وي.

کله غوښتنلیک ورکړم

د ESK لپار پر شرایطو وړ ماشومان هغه دي کوم چې د داخیلیدو پر مهال په همغه کال د اپریل میاشتې ۳۰ نیټې نه مخکې درې کلن شوي وي، تر څو د درې کلنو ماشومانو وړکتون کې شامل شي. دا وګورئ چې کله نوم لیکنه وکړم.

که د جنورۍ ۱ او اپریل ۳۰ نیټې تر مینځ مو ماشوم زیږیدلی وي تاسو انتخابولای شئ چې ماشوم مو له کوم کال نه د درې کلنو وړکتون پيل کړي. په هغه کال مو چې ماشوم درې کلن شو یا څلور کلن کولای شي په همغه کال د درې کلنو ماشومانو وړکتون پیل کړي. که ماشوم مو په درې کلنۍ کې د درې کلنو وړکتون پیل کړي نو دوی به بیا په ۵ کلنۍ کې خپل ښونځی پیلوي. که ماشوم مو په څلور کلنۍ کې د درې کلنو وړکتون ته واستوو بیا به هغوی په ۶ کلنۍ کې خپل ښونځی پیلوي.

که تاسو غواړئ ځان په دې پوه کړئ چې ماشوم د ESK لپاره پرشرایطو برابر شوی او په دې اړه مرستې ته اړتیا لرئ نو تاسو کولای شئ، د پوهنې څانګې، خپلې سیمه ایزې ښاروالۍ، خپل د موراوماشوم روغتیایی نرس، یا خپل سیمه ایز وړکتون، یا خپلو سیمه ایزو لاندنیو سازمانونو سره اړیکه ونیسئ:

ایا زما ماشوم کولای شي د څلور کلنو وړکتون ته لاړ شي؟

هو، هغه ماشومان چې ژر پیلیدونکي وړکتون ته تللي وي، دوی د څلور کلنو وړیا یا ډیر ټیټ لګښت والا وړکتون ته هم وړ دي. له ۲۰۲۵ کال څخه، څلور کلن وړکتون په کراره کراره په پری پریپ بدلیږي. له ۲۰۲۶ کال څخه، هره اونۍ به تر ۲۵ ساعتونو پورې Pre-Prep د هغو ماشومانو لپاره شتون ولري چې:

  • د مهاجر یا پناه غوښتونکي له کلتور څخه دي
  • د اصلي بومي او/یا توریس سټریټ ټاپو په توګه پیژندل کیږي
  • چې کورنۍ یې د ماشومانو د خوندیتوپ ادارې سره اړیکه نیولې وي.

بې له دې چې ماشوم مو د ویکټوریا په هر ځاې کې اوسیږي، د ESK پروګرام کې یو کال وړاندې نوم لیکنه تضمینوي چې هره اونۍ د ښونځي د لومړي ټولګي لپاره د تیارۍ لا زیاتو ساعتو ته لاسرسی ومومئ. هغه کورنۍ سره له دې چې تیر کال ېې د ESK له لارې نوم لیکنه نه وي کړې دوی به بیا هم د ښونځي لومړي ټولګي د تیارۍ لپاره وړ او مستحق وي.

Updated